پاکستان د بې‎اسنادو افغان کډوالو نومونه لیکي

| 13 May 2017, 14:12

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د کابو یو میلیونو افغان بې‎اسنادو کډوالو د نوم‎لکینې بهیر پیل کړی دی.

د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د شمېر له مخې اوس‎مهال پاکستان کې ۱،۴۵ میلیونه افغان کډوالو په قانوني توګه دې هېواد کې ژوند کوي.

دا شمېر کډوال پاکستان کې د کال تر وروستي پورې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

په همدې حال کې کابو یو میلیون افغانان په غیر قانوني ډول دې هېواد کې ژوند کوي، او اوس‎مهال د پاکستان حکومت هڅه کوي تر څو په اړه یې بشپړه مالومات ترلاسه کړي.

د ډيلي ټایمز ورځپاڼې په حواله د دې افغان کډوالو د نوم‎لیکنې په موخه د سرحدونو او ایالاتو وزیر، عبدالقادر بلوڅ او نفوسو د ثبت ادارې رئیس، عثمان مبین سره هوکړه شوې ده.

د پاکستان د سرحدونو او ایالتي وزیر ویلي دي چې د افغان کډوالو د نوم‎لیکنې بهیر به درېیو میاشتو کې ټول پاکستان کې پیل شي.

ښاغلي بلوڅ خبریالانو ته ویلي دي چې دا بهیر به په لسو میاشتو کې پای‎ته ورسيږي.

ویل کېږي چې د پاکستان دې کار تر شا په اسلام کې د نا امنیو رامنځته کېدو په اړه د اندېښنو راپورته کېدل دي.

د کډوالو نړیوال بنسټ د شمېرو له مخې د روان زیږدیز کال د جنوري میاشتې د مارچ تر شپږمې پورې افغانستان ته د تورخم او چمن له لارې ۵۱ زره افغان کډوال ستانه شوي دي.

د دې بنسټ راپور ښیې چې د راستنو شویو افغانانو له ډلې ۴۰ زره او ۳۳۰ تنه یې اسناد نه درلودل.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>