د روزنې په اړه د نورستانۍ نجونو په وضعیت کې مثبت بدلون

| 14 May 2017, 13:57

د نورستان د ښځو چارو ریاست وایي، چې په وروستیو درېیو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د ښځو د ژوند وضعیت ښه شوی دی.

د نورستان د ښځو چارو رییسې زاهدې فیضان وویل، نورستاني مېرمنو ته د روزنې او کار زمینې برابره شوې.

د مېرمن فیضان په وینا، اوس‌مهال په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمیر زیات شوی او دغه راز په سلګونه ښځې او زرګونه نجونې نورستان کې ښونځیو ته ځي چې دغه شمیر د تیر په پرتله ۵۰سلنه زیاتوالی ښیي.

هغې زیاته کړه: " پخوا به زمونږ نورستاني خویندې د دیني زدکړو روزنې له پاره پاکستان ته تللې، د مدرسو په لیلیو کې به یې درس ویل، خوشبختاانه چې اوس مو په ننګرهار کې د دوکتور محمد محمدي جامع مدرسه جوړ کړی او پکې ۳۰۰ خویندې پر دیني زدکړو بوختې دي، لیلیه هم لري، زمږ لس نورستاني خویندې هغو ته زدکړې ورکوي او عصري کتابونه هم اخلي. "

د نورستان د ښځو چارو رییسې زیاته کړه، چې اوسمهال نورستان کې ۱۸زره او ۶۸۲  نجونې ښونځيو ته ځي او ۵۰۰ استادان د نورستان په ښونځیو کې درس ورکوي.

د هغې په وینا، په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکونکو شمېر ۱۵ تنو ته رسیږي او ۱۸ ښځینه هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کوي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې یوه لرې پروت ولایت دی، چې ډیر لږ د دولت او مرستندویه موسسو ورته پام شوی.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>