له ټولو چارواکو غواړو چې په سیمه کې نشه یي توکي له منځه یوسي

| 11 May 2017, 14:23

یوشمیر پر نشو روږدې کسا چې اوس‌مهال یې درملنه شوې، له حکومته غواړي چې په ټولنه کې د نشه یي توکو خرڅلاو مخه و نسي تر څو پر روږدي کیدو د هغوی مخه ونیول شي. 

هغوی وایي، تر هغه چې حکومت د ټولنې دې پارکي ته د کار زمنیه برابر نه کړي، نشي کولی چې پر نشو د روږدو کسانو شمیر راټیټ کړي.

هغه ۱۵تنه چې کلونه کلونه پر نشو روږدې و دسلامتي راتلو تر سرلیک لاندې یو جشن کې بیرته خپل عادي ژوند پیل کړل.

دغه کسان چې زیاتره یې ځوانان دي، د هرات په سل بستریز روغتون کې د افغانستان نوي نسل بنست او یوشمیر محصلینو په مرسته له دوومیاشتنو درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

د دوی له ډلې علي احمد وایي، تر هغه چې حکومت د نشه یي توکو خرڅونکو سره چې په پراخه توګه په ټولنه کې شتون لري جدي چلند ونه کړي، د دې اندیښنه شته چې هغوی بیرته پر نشې روږدې شي.

هغه زیاته کړه: "موږ له چارواکو غواړو هڅه دې وکړي چې په سیمه کې نشه یي توکي له منځه یوسي، ځکه په همدې سیمه کې چې زه کار کوم په لسوګونه نشیان شته اکه چیرې دغه وضعیت دوام پیدا کړي ان زه هم نشم کولی چې ځان کنټرول کړم."

 نثار یو بل هراتی ځوان دی چې له لسو کلونو زیات وخت کیږي چې نشه یي توکي استعمالوي، هغه هم د نشه یي کسانو شمیر راټیټولو یواځینۍ لار وزګارو کسانو په تیره ځوانانو ته د کري زمینې برابرول بولي.

هغه وایي: "د افغانستان له دولته غواړو  چې مونږ له پاره کار جوړ کړي چې مونږ کار وکړو او بیرته پر نشو روږدې نه شو لکه موږ له دې ځایه ځو څو میاشتې پاک یو خو وروسته د بی کاری له امله او نورو ستونزو له امله بیرته پر نشو روږدې کیږو."

 د هرات روغتیایي مسوولین وایي، دغو هر یو ته د عامې روغتیا وزارت له خوا د ۴۵ ورځو په موده کې شاوخوا ۸۰۰ ډالره لګول شوي دي. 

په هرات کې د نشه یي کسانو د درملنې سل بستریز روغتون رییس ډاکتر زمری حصین وایي، چې د دې له پاره چې دغه کسان بیرته نشې ته مخه نه کړي اړین ده چې له درملنې وروسته هم د دوی درملنه دوام پیداکړي.

ډاکتر حصین زیاتوي: " هغه برنامې چې د عامې روغتیا وزارت دي یو د درملنې خبره ده چې د ناروغانو درملنه کې مرسته کوي او بل هم د نشه یي توکو زیانونو په اړه د ټولنې عامه پوهاوی لوړول دي. په دې مانا تر هغه چې ناروغ په روغتون کې دی هغه کنټرولو او له رخصتیدو په صورت کې هم کنټرول شي خو په ښار کې نشه یي توکي زیات دي دوی بیرته پر نشو روږدې کیږي."

د هرات د نشه یي توکو پر ضد مبارزې رییس غلام جیلاني دقیق هم وایي، چې په هرات کې له ۶۰زرو زیات پر نشو روږدې کسان شته چې د درملنې مرکزونه هم هغوی ته د اسانتیاو او خدماتو وړاندې کولو ظرفیت نه لري.  

ښاغلی دقیق وايي، هڅه کوي چې په هرات کې د معتادینو د درملنې دوه لوی مرکزونه جوړ کړي چې په هرات کې د روږدو کسانو شمیر راټیټ شي.

د هرات د نشه یي توکو پر ضد مبارزې رییس وایي: "د معتادینو په برخه کې زمونږ امکانات قانع کونکی نه دی او هیوادوال هم قناعت نه لري مونږ اوس د معتادینو درملنې له پاره شاوخوا ۲۹۵ وړیا بستر لرو البته هڅه کو د دولت په کچه هم چې د ښځو او ماشومانو لپاره د یو دوه سوه بستریز روغتون جوړیدو هڅې روانې دي چې د روان کال تر نیمایي پورې به ګتې اخیستنې ته وسپارل شي او یو بل کمپلکسي روغتون چې د زرو کسانو ظرفیت ولري پلان کې دی.

اوسمهال په هرات کې د معتادینو د درملنې ۶ مرکزونه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست تر څار لاندې فعالیت کوي چې په کال کې د دوزره او ۱۱۷ روږدو کسانو درملنه کیږي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>