جګړه د افغانستان د فرهنګي برنامو د ځنډ لامل شوی

| 4 May 2017, 15:01

ولسمشر غني د هېواد له یوشمیر فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو سره په لیدنه کې ویلي، چې تېر کال د تپل شوې جګړې له امله فرهنګي پلانونه یې وروسته پاتې دی.

ښاغلي غني چې د پوهاند ډاکتر سید بهاءالدین مجروح د سیمینار په پای غونډه کې خبرې کولې وویل، چې دولت، ټولنه او خل د فرهنګ پرته ژوند نه شي کولی او باید د هېواد د فرهنګ بډاینې لپاره زیاتې هڅې وشي.

د هغه پر وینا، پوهنتونونه بیا کتنې ته اړتیا لري او ډیر ژر به فرهنګي شورا جوړ شي.

ولسمشر زیاته کړه، چې د پوهنې برخه، زیاتو  بحثونو او بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا لري، او دغه راز، باید شاګرد محوري فرهنګ جوړ شي.

په دې لېدنه کې ولسمشر غني د هېواد ۳۶ تنو فرهنګیانو. شاعرانو او لیکوالانو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.


مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>