د انګلستان یوه اوسيدونکي د سنوکر اتلولي وګټله

| 2 May 2017, 20:16

دغه اوسیدونکي مارک سیلبي نوميږي او خپل سکاټلنډي سیال ته، چې جون هیګنز نوميږي ماته ورکړه.

د سنوکر دغه نړیوالې سیالۍ د انګلستان په یورکشایر کې د ۱۷ ورځو له‌پاره وشوې.

په دغو لوبو کې لسګونه لوبغاړو د بېلابېلو هېوادونو څخه برخه درلوده.

د سنوکر نړیوال فدراسیو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مارک سیلبي د ۱۹۸۵ کال وروسته د سنوکر سیالیو د تاریخ ښه لوبه وکړه، چې د ۴ پر صفر وروسته والي سره ـ سره یې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع وکړه.

هغه خپل سکاټلینډي سیال ته ۱۸ د ۱۵ امتیازونو په مقابل کې ماته ورکړه او په نړیواله درجه بندۍ کې یې لومړی مقام وساتلو.

یاده دې وي، چې د اتلولۍ په ګټلو سره مارک سیلبي د اتلولۍ جام تر څنګ د ۳ لکه او ۷۵ زره پونډو نغده جایزه هم ترلاسه کړه او له خپلې کورنۍ سره يې د اتلولۍ خوشالي په لوبغالي کی ونمانځله.

پټه دې پاتې نه‌وي، چې دا د مارک سیلبي د سنوکر سیالیو د تاریخ درېیمه اتلولي وه او د سنوکر په لوبو کې د سټیف ډیویس، سټیفن هینډري او روني وروسته څلورم لوبغاړی شو، چې د خپلې نړیوالې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د ویلو ده، چې جون هیګنز یو وار په ۲۰۰۷ میلادي کال کې سیلبي ته ماتې ورکړې وه، چې سږکال يې بیرته خپل غچ ترې واخیست.

 

 

 

 

 

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>