د نشه‎يي توکو ۱۸ قاچاق‎وړنکي ونیول شول

| 5 April 2017, 15:20

 

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په ۲۴ ساعتونو  کې یې ۱۸ قاچاق‎وړونکي او ۸ تنه د نشه‎يې توکو پرچون‎پلورونکي نیولي دي.

دې وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له نشه‎یې توکو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یاد شمېر کسان کابل، بغلان، اروزګان او ننګرهار ولایتونو کې د ۱۴ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

په دې عملیاتو کې پولیسو ۲۸۸ کیلوګرامه نشه‎يې توکي او دوه عرادې موټر کشف او نیولي دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي توکو سره د مبارزې معین په دې برخه کې پر شته پالیسیو نیوکه وکړه.

ده وویل، چې ډېر وخت د افغانستان امنيتي ځواکونه له ترهګرۍ سره پر مبارزې بوخت وي او له نشه‎يي توکو سره د مبارزې ملاتړ نه کوي.

 احمدي په دې اړوند د ناټو پر غوڅ ملاتړ هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د امنیتي پالیسیو بیا کتنه اړتیا ده؛ نوموړي په آند د هېواد په سویل، لویدیځ او ختیځ کې ۳۰ تر ۴۰ سلنه نا امنۍ د نشه‎يي توکو د کښت له امله دي.

نوموړي زیاته کړه:«که نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې جدي وي، باید ترڅنګ یې له نشه‎يي توکو سره مبارزه هم هېره نه کړي. اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څلور کلن پلان په هېڅ ځای کې له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخه کې څه نه لیدل کېږي چې زه پرې نیوکه کوم.»

 اوس‎مهال د وسله‎والو ۹۰ سلنه مالي سرچینې نشه‎يي توکي جوړوي، هغه څه چې له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت ژمنه کړې تر څو په روان کال کې به یې د کر، تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي.

 اوس‎مهال په یوشمېر ولایتونو کې د کوکنارو کروندو له منځه وړو کمپاین روان دی. په تېرو ۵ ورځو کې ۲۰۰جریبه ځمکه په کندهار او کابو ۸۰۰ جریبه هم په ننګرهار ولایت کې د کوکنارو له کرکېلې پاکه شوې ده