آیا امریکايي پروژه به د روسيې له‌خوا سپینې ماڼۍ پر ضد وکارول شي؟

| 1 April 2017, 18:29

لیکوونکی: جبار ستانکزی

 افغان‌حکومت د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وروستیو کلونو راهیسې پر پاکستان خپله تبلیغاتي کړه سخته کړه.

خو دغه تبلیغات د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پر مهال ډيره قوي شوه او د پاکستان د فعالیتونو پر مخ يې خنډونه زیات کړل.

پر پاکستان د امریکا له‌خوا هغه مهال فشارونه زیات شول کله چې ولسمشر غني متحده ایالاتو ته د خپل سفر پر مهال امریکايي سناتورانو او لوړپوړو چارواکو ته د پاکستان د وران‌کارۍ مستند ثبوتونه وسپارل.

امریکا پوهه شوه، چې پاکستان کې اوس پخوانۍ دوستي نه‌ده پاتې او د خپلې خطرناکې ترهګرې ډلې (حقاني شبکې) په‌واسطه افغانستان کې امریکايي سرتېري په خورا بې‌رحمۍ وژني.

امریکا اوچولي ته لاس وکړ او پر (آې، ایس، آې) استخباراتي شبکه يې د خپل شکونو دوربین کېښود.

د اوسني حکومت په هڅو امریکا ډیر ژر دې نتیجې ته ورسېد، چې پاکستان يې نور دوست نه‌دی.

سپینې ماڼۍ سم‌دواره پر پاکستان خپلې کلنۍ مرستې بندې کړې او ۷۰۰ میلیونو ډالرو کلنیو مرستیو پرمخ يې بند جوړ کړ.

پاکستان هم پوه شو، چې امریکایان یقیني شوي او د دوی دوه مخی سیاست ورته په اثبات رسیدلی دی.

امریکا مجبوره شوه، چې هند او افغانستان ته کلکه غاړه ورکړي، ترڅو يې پاکستان کې پښه ښویه او ګړنګ ته برابر نه‌شي.

پاکستان هڅه وکړه، چې د خپلو روزل شویو ماهیانو (وسله‌والو طالبانو) له‌پاره یو بل فارم جوړ کړي.

ځکه امریکا له‌خوا نور د دغو ماهیانو ساتنې پلان په خلاصېدو شو او دوسيې ته يې د پای مهر په رنګ کړی دی.

اسلام‌اباد په‌دې مطمئن شو، چې امریکا يې ماهیان، نه یواځې دا چې ساتي نه، بلکې د ځينو ځينو نیولو او وژلو پلان يې هم جوړ کړی دی.

یو غټ او مشر ماهی یعنی د وسله‌والو طالبانو پخوانی مشر ملامنصور له وژلو وروسته د پاکستان لکۍ ودرېده او غوږونه يې سیخ شول.

پاکستان د طالبانو له پروژې په ویره کې شوه، چې ممکن له لاسه يې ورکړي او یا يې د مهار کولو مدیریت يې له بحران سره مخ شي.

امریکا پرې شرطونه کېښودل او پاکستان يې شرطونو ته غاړه کې نه‌ښوده.

اسلام‌اباد له مجبورۍ او خورا بې‌کسۍ د خپلو روزل شویو ماهیانو له‌پاره له روسانو مرسته وغوښته.

روسيې هم پرته له زیات فکره او په سیمه کې امریکا ته د ماتې ورکولو په هدف د پاکستان غوښتنې ته ځغلنده لبیک ووایه او سم‌دواره يې د فارم او ماهیانو مدیریت ته سینه وډبوله.

اوس روسیې داسې پټی ورکړی، چې مخکې يې معاینه کړی نه و او پاکستان خبر نه دی، چې موږو په‌کې سوري باسلي او کېدای شي، ډیری ماهیانو ترې په همغو سوریو وتښتي.

روسیه به د دغې ځولې په ګنډلو بریالۍ نه‌شي او نتیجه به يې د پاکستاني ماهیانو تباهي او پاشل وي.

ځکه روسیه هیڅ ډول چمتووالی نه‌درلود او نه په‌دې پوهه وه، چې د امریکا تر ټولو ښه ملګری او تر ټولو سرسخته دوښمن پاکستان به يې په غېږ کې ځان غورځوي.

اوس پاکستان غواړي، امریکې ته دا په اثبات ورسوي، چې اسلام‌اباد پرته له سپینې ماڼۍ یو بل ښه انتخاب لري.

خو په‌دې نه دی پوه، چې امریکا په پاکستان کې ښې ژورې ريښې کړي او ترڅو چې روس خپلې ريښې ځغلولو ته شروع کوي دوی به وختي پرې اوبه بندې کړې وي.

ټولو ته بهتره معلومه، چې د امریکا مخالف هېواد هیڅکله په سوله ارامۍ کې ژوند نه‌شي کولای.

که پاکستان خپلو دا شان کړنو ته دوام ورکړي، نو پرته له شکه چې خبره به يې د افغانستان پخواني ۴۰ کلن تاریخ ته برابره شي.

متحده ایالات په یوې اشارې سره پاکستان تجزیې ته نږدې کولی شي او په دویمې اشارې سره په‌کې د داخلي جنګونو بټنې ته د فشار ورکولو خورا ظرفیت لري.

روسیه په پاکستان کې د خپلو سر سري ريښو له امله به نه د ناامنیو مخه نیولی شي او نه به وسله‌والې سخت دریځې ډلې د بې‌ثباته کېدو چوکاټ له سره میخ کړي.

اوس پاکستان اوبو وړی ځک ته لاس اچوي.

تېره ورځ يې انځورونه خپاره شول، چې پاکستان له روسي پوځيانو سره لیدلي او ممکن ورته نظامي هډه ورکړي.

اسلام‌اباد ترهګریزه پروژه روسيې ته سپارلې او امریکا به ورته هیڅکه هم ننداره و نه‌کړي او نه به دمبوره غږوي.

روسيې ته لاس اچول د پاکستان د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ د پېلېدو بټنه وه او دا يې په‌خپله وهلې.

هیڅکله به امریکا په خپل لاس جوړ شوي پروژې (طالبانو) باندې د خپل تر ټولو سرسخت رقیب روسیې سره معامله و نه کړي.

نو ځکه د افغانستان سولې په اړه د روسیې په ناسته کې امریکا له ګډون کولو صرف‌نظر وکړ.

دا مو په یاد وي، چې د پاکستان له‌خوا روسيې ته د طالبانو سپارل به امریکا ته هیڅکه د منلو وړ نه‌وي او سخت به ورته په ګرانه بیه تمامه شي.